په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوى دي چې دسوريې په شمال کې دزيارت کوونکو دسپرلۍ په موټر ددغه هيواد دامنيتي ځواکونو په بريد کې دوه تنه ترکي اتباع ټپيان شول .
د اسوشيتد پرس دخبري اژانس دخبر له مخې دغه ډزې دسوريې په شمال کې دحمص ښار ته څيرمه وشوي چې په وروستيو مياشتو ددولتي ضد پراخو مظاهرو او دامنيتي ځواکونو د تاوتريخوالي ډکونښتو ډګر و .
دترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان ددغې پيښې په غبرګون کې د سوريې جمهور رييس بشارالاسد ته خبر داري ورکړي دي او ويلي يي دي چې بشارالاسد نه شوى کولاي دپوځي ځواکونو په ملاتړ په واک کې پاتې شي .
ترکيې رسني وايي دترکيې اتباعو دسپرلۍ په موټر د امنيتي ځواکونو ډزې هغه وخت وشوي چې ديوموټر چلوونکې له امنيتي ځواکونو څخه دلاري پوښتنه وکړه .
درارسيدلو رپوټونو له مخې هرکال په منځني کچه پنځلس زره تنه ترکي اتباع دحج دزيارت په مقصد دسوريې له لاري عربستان ته ځي . په خبرونوکې ويل شوي دي اردوغان يوځل بيا دسوريې له اعتراض کوونکو سره په چلند کې ددغه هيواد له امنيتي ځواکونوڅخه استفاده غندلي ده .