امنیت

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيول شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر
د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګر له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د نشه يي توکو يو مشکوک قاچاق وړونکى له نشه يي توکو سره ونيو.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د نشه يي توکو يو مشکوک قاچاق وړونکى چې څه د پاسه ٥ کيلوګرامه اپين يې په ماهرانه ډول د جامو په يو بيک کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل ترکيې ته يې ولېږدوي؛ ونيو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې نيول شوى کس افغان دى خو ترکي پاسپورټ لري.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته