امنیت

د کابل خونړۍ تروریستي پېښه د مخالفو وسله والو د جنایت یوه څرګنده بېلګه ده.

-کابل باختر د ثور دويمه
د کابل خونړۍ تروریستي پېښه د مخالفو وسله والو د جنایت یوه څرګنده بېلګه ده
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنيو سره وکړئ، ده د مخالفو وسله والو له لوري په کابل کې د وروستۍ خونړۍ تروریستي پېښه په کلکه وغندله او دا کړنه یې د هغوی د غیر اسلامي، غیر انساني او د جنایتونو یوه څرګنده بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې د سولې، ثبات او د دې خاورې دښمنان دا نه شي زغملی چې زموږ ولسونه دې په ارامه او پر امنه فضا کې ژوند وکړي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه دغه پېښه چې د کابل ښار په ګڼ ميشت ځای کې  رامنځته شوه د معلوماتو له مخې ٦٤ تنه هېوادوال په کې شهيدان شوي او تر ۳۰۰ زیات په کې ټپیان شوي دي، دا د مخالفینو هغه ستر جنایت دی چې هېڅ د بخښلو او توجیه کولو نه دی.
ده زیاته کړه د مخالفینو د دغه عمل په تر سره کولو سره اوس په کار ده چې افغان ولس او  د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه سره یو موټی او د ظالم او ناروا دښمن په مقابل کې په قوي هوډ سره ودرېږي او هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
دلغمان والي په همدې اړه د جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس له لارې د مخالفو وسله والو دغه غیر اسلامي او غیر انساني کړنه په کلکه وغندله، شهیدانو ته یې د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، ټپیانوته د سملاسي روغتیا هیله وکړه او د دغې خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته يې د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته