اقتصاد

د سیمې اقتصادي اتصال او د افغانستان زرین موقعیت

کابل / د سلواغې ۱۸ مه / باختر
جمهوررییس پرون په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د عملي چارو د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ. جمهوررییس د دغې پروژې د پیل په ویاړ وینا وکړه او په وینا کې یې د سیمې په  اقتصادي اتصال کې د افغانستان پر ټاکونکي نقش او ونډې رڼا واچوله.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د سیمې په اتصال او همدارنګه اقتصادي پرمختګ کې د افغانستان نقش او ونډې ته کتنه کړې ده او لیکي:
افغانستان د سیمې په زړه کې پروت دی او هر کله چې د سیمې د اتصال موضوع مطرح کېږي، نو افغانستان په سیمه کې د یوې څلورلارې په توګه ځلېږي. افغانستان مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي او همدارنګه منځنی ختیځ هم د آسیا له جنوب سره نښلوي. نن په سیمه کې د صنعت، اقتصاد او سوداګرۍ د ودې او پرمختګ په اړه د یوې سترې  اړتیا په توګه خبرې کېږي. پرمختګ د سیمې د ټولو هېوادونو د دولتونو د اجنډاوو په سرکې ځای لري.
د منځنۍ آسیا هېوادونه د انرژۍ پرېمانه زېرمې لري او د جنوبي آسیا هېوادونه بیا د صنعت د پرمختګ لپاره انرژۍ ته اړتیا لري. دا د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یو ښه او اغېزمن چوکاټ دی. افغانستان بیا د دغه راز همکاریو د رامنځ ته کولو لپاره خپله غېږه دواړو لوریو ته پرانیستې ده او هغوی ته یې دا فرصت ورکړی دی چې د سیمې په اتصال کې د  افغانستان له دغه زرین موقعیته ګټه واخلي. د افغانستان سیاست په دې برخه  کې ښه روښانه دی. افغانستان ټولو ته دا پیغام ورکړی چې غواړي په سیمه کې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ په وده او پرمختګ کې د یوې ګټورې څلورلارې په توګه نقش ولوبوي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې دغه راز نقش لوبولی دی.
د ورېښمو تاریخي لار یې یوه ښه بېلګه ده. افغانستان نن هم دغه راز نقش لوبولی شي. منو چې ترهګري او ناامني په سیمه کې د اقتصادي اتصال، ودې، پرمختګ او غوړېدا مخې ته یو ستر خنډ بلل کېږي؛ خو دلته باید یو بل مهم ټکی هم له پامه ونه غورځول شي او هغه دا: هرڅومره چې د سیمې هېوادونه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې یو بل  ته نږدې کېږي او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو یو اغېزمن میکانیزم رامنځ ته کېږي، همغومره د جګړو، ناامنیو، ترهګرۍ او بنسټ پالنې لمن هم له سیمې ټولېږي. د دې خبرې مانا دا ده چې په سیمه کې اقتصادي او سوداګریز  اتصال د ترهګرۍ، ناامنۍ او ان بنسټ پالنې پر له منځه وړلو نېغ او ستر اغېز لري. د دغه ټکي په پام کې نیولو سره که د سیمې هېوادونه په رښتیا غواړي د ترهګرۍ او بنسټ پالنې له شره خلاصون ومومي، نو تر ټولو غوره لاره یې دا ده چې ټول یو بل ته لاس ورکړي او په خپل منځ کې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. کاسا – ۱۰۰۰ پروژه او همدارنګه ټاپي پروژه د دغه راز همکاریو ښې بېلګې دي. څه چې اوس ډېر ارزښت لري هغه دا دي چې باید هر هېواد د دغو پروژو په عملي کولو کې خپل اړوند مسوولیتونه په خپل وخت او بشپړه توګه تر سره کړي.
له کلونو راهیسې د دغو پروژو په اړه خبرې کېږي او د اړوندو هېوادونو ولسونه غواړي چې دا پروژې په عمل کې پلې شي او دوی ترې ګټه واخلي. هغه څه چې په افغانستان پورې  اړه لري، نو افغانستان د خپلې برخې د مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره په کلکه مټې رانغاړلي دي او په دې برخه کې یې اراده غښتلې او نه ماتېدونکې ده.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته