ټولنه

په جوزجان کې داستوګنې ٦٥ کورونه ويجاړ شوي دي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢ :
دتيرو ١٥ ورځو په بهيرکې  د واورې او باران داورښت له امله  په  جوزجان ولايت کې داستوګنې ٦٥ کورونه ويجاړ شوي دي.
د جوزجان ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې  رئيس  فيض الله سادات باختر آژانس ته وويل  چې داروښتونوله امله داستوګنې پنځلس کورونه په بشپړه توګه  او پنځه پنځوس نور کورونه  يو څه ويجاړ شوي دي او دوى کولاى شي  له زرو کورنيو سره دلومړنيو توکو او نغدو پيسو مرسته وکړي.
سادات زياته کړه : همکارې موسسې هم کولاى شي  چې په بيړنيو حالاتو کې  په 
جوزجان ولايت کې  له  درې زره  مصيبت ځپلو کورنيو سره  مرسته وکړي.
د سادات دڅرګندونوله مخې  دوى  په دغه ولايت کې دزيانمنو شويو کورنيو  دپيژندنې په مقصد سروې پيل کړې ده  او ټاکل شوې ده  په نږدې راتلوونکي کې  په دغو  کورنيو لومړني توکي وويشي .
دا په داسې حال کې ده چې  په  وروستيو څو ورځو کې اورښت په بې ساري ډول په  جوزجان و لايت کې دوام  درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته