امنیت

اووه تنه دانسان تښتونې او دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر دمرغومي اوولسمه

  دبغلان ولايت امنيتي منسوبينو پرون اووه تنه دنشه يي توکو دقچاقو او دانسان تښتوونې په تور په دغه ولايت کې ونيول .

  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  سمونوال  سيد زمان الدين  حسيني دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، يو تن چې  ٦٥ کيلوګرامه چرس او اتلس کيلوګرامه اپين يې دمرکزي بغلان له ولسوالۍ  څخه ډنډ غوري ته ليږدول دپلخمري ښار اړوند دغوري سمنټو دبلاکونو په ساحه کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .

 دغه راز خبرځاى ددوو تنو يو يې ددغه ولايت دتاله اوبرفک  ولسوالۍ دبرفک  دکلي اوسيدونکي عزم الدين او بل يې دشبرغان ښار اوسيدونکي نور خان دنيولو خبر ورکړچې دغو دواړو  دجوزجان ولايت له مربوطاتو  او دتاله او برفک له ولسوالۍ څخه دوه تنه نجونې  تښتولي وي .

 خبرځاى زياته کړه  لومړي سړي د ثمرق  دپلټنې  په پوسته  کې په داسې حال کې چې ښځينه   څادري او جامي يې اغوستي وې  او دويم يې دډنډ غوري دچينزايي په کلي کې  دپوليسو له خوا ونيول شول .

 دامنيت آمر څرګنده کړه پوليسو دعزم الدين څلور تنه جرمي شريکان  هم نيولي دي اوله هغوى څخه  پوښتنې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته