ټولنه

دعالمانو شورا وياند: افغانستان دپاکستان عالمان مناظرې ته راوبلل .

کابل باختر د  وري شپږ ويشتمه :
دافغانستان عالمانو دسراسري شورا وياند  ټينګار کوي  چې په افغانستان کې دتروريستي  ډلو پرخلاف جګړه  واجب ده .
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا وياند مولوي محمد قاسم  حليمي  په خپلو  نويو څرګندونوکې په افغانستان کې  دتروريستي ډلو پرضد  دجګړې په واجب بللو سره  دپاکستان  دجمعيت علما  دمشر  مولانا فضل الرحمن  وروستۍ  څرګندونې  وغندلې  او ويې ويل  هر هغه څوک چې زموږ پرضد يې ټوپک اخستى دى هم تروريست دى ، هر هغه څوک چې له افغانستان سره  وفا نه لري او دهغه پرخلاف  جنګيږي  او زموږ  بې ګناه خلک وژني تروريست او ډار اچوونکى  دى .
او داعش هم  يوه تروريستي  او تکفيري ډله ده .او  د هر راز  تروريست په وړاندې  دافغانستان دمسلمان ملت  دفاع  واجب دى .
مولوي حليمي په افغانستان کې دجګړې ددوام په باب  دمولانا فضل الرحمن  وروستي څرګندونې  په کلکه وغندلې او ويې ويل  چې دپاکستان  دجمعيت علما ګوند مشر هيڅ راز  علمي او ديني  اعتبار نه لري .
  دپاکستان دجمعيت علما مشر  مولانا فضل الرحمن په دې ورستيو وختو کې  اعلام کړى و  چې دنړيوال ائتلاف  دځواکونو تر وتلو پورې  په افغانستان کې جګړه  جايزه ، خو په پاکستان کې  حرامه ده . خو دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا وياند  دپاکستان  دجمعيت علما دمشر  دڅرګندونو په غندلو سره ويلي دي  چې  دده څرګندونې  ددين اوشريعت له پلوه  اعتبار نه لري . او ديو بې ثباته  سياستوال په توګه  دخپلو شخصي ګټو په خاطر او دخپل هېواد داستخباراتي سازمان په لارښوونه  يې  په افغانستان کې دجهاد فتوا  صادره کړې ده .
  دافغانستان  دعالمانو دسراسري شورا وياند  دغه راز دمولانا فضل الرحمن  سياستونه  منافقانه  بللي دي  او ويلي يې دي  چې دى  افغان طالبان دافغانستان دخلکو پرخلاف  جګړې ته  او پاکستاني طالبان په خپل هېواد کې سياست ته  هڅوي . مولوي حليمي  دپاکستان د جمعيت علما دمشر په څرګندونو په نيوکې سره ويلي دي  چې دطالبانو جګړه  دحکومت  دراپرځولو لپاره ده . او موږ له فضل الرحمن څخه پوښتنه کوو  چې طالبانو په افغانستان کې  دبهرنيانو له شتون مخکې  جګړه پيل کړې وه . او په هغه وخت کې يوه بهرنى هم  شتون نه درلود . 
په همدې ډول پوښتنه کوو چې امريکا په طالبانو له کوم ځاى څخه  بريدونه کول ؟ آيا دپاکستان دولت په خپله خاوره کې  دپنځه سوه مليونو ډالرو په بدل کې اته هوايي اډې  امريکا ته  نه وې ورکړې ؟  په هغه وخت کې  فضل الرحمن  او دهغه ملاتړي استخبارات  او فرمايشي  مفتيان  په کوم ځاى کې و ؟
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا وياند له ټولو پاکستاني عالمانو او روحانيونو څخه وغوښتل  چې په افغانستان کې دجګړې په دوام  دڅرنګوالي په باب  دافغانستان  له عالمانو او روحانيونوسره  ديوې  علمي _ ديني مناظرې  دترسره کولو لپاره  خبرو ته حاضر شي .
  دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي  چې په پاکستان کې  افراطي او تروريستي ډلې چې دهغه هېواد له مذهبي ګوندونو او روحانيونو څخه  زيانمن دي  دهغوى هدفونه او پروګرامونه  په اسلامي شعار او چلندونو سره  تعقيبوي په داسې حال کې چې دپاکستان استخبارات  دمذهبي ګوندونو دفعاليتونو دودې او پراختيا او ددغې هېواد روحانيونو ته  دهويت په ورکولو کې  اساسي رول لري . او له دغو ګوندونو او څيرو څخه  دوسيلې په توګه  کار اخلي . 
په همدې دليل دى  چې دپاکستان  روحانيون تل  داسلام په باب  يو تعريف شوې  څيره  وړاندې کوي . په هغه ځاى کې چې په خپله ددوى  او دپاکستاني پوځيانو او استخباراتو  ګټه وي  فتوا صادروي . او په کوم ځاى کې چې  ګټې يې نه وي  هغه  مردود او حرام بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته