فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : دمير زمانخان دڅلې دنقشې او طرحې په برابرولو کې همکاري کوي .

کابل باختر د ثور   ١٢:
په کابل کې  دکونړ ځوانانو دهمغږى شورا  يوشمير غړو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره په کتنه کې  دميرزمانخان دڅلې  دنقشې  دطرحې او برابرولو کې  ددغه وزارت دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې ترسره شوه لومړى  په کابل کې  دکونړ دځوانانو دهمغږى شورا رييس اسمعيل ساپى خبرې وکړې او دميرزمانخان  دمنار  دجوړولو او د طرحې او نقشې دبرابرولو په برخه کې ددغه وزارت د همکارۍ  غوښتنه وکړه .
پوهاند باوري  په لنډو خبرو کې وويل  چې دواټونو نومول  ددغه وزارت  له دندو څخه دى  چې  ترسره کړې يې دي .
دده دڅرګندونوله مخې ،  دغه  وزارت  دڅلې  د جوړولو په برخه کې بودجه نه لري  له همدې امله کولى شي چې دڅلې دنقشې او طرحې دبرابرولو په برخه کې  همکاري وکړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست له دغه بنسټ  څخه وغوښتل داسې څلې جوړ شي  چې په احمد شاه  بابامينه کې دميرزمانخان څلور لارې دښکلا سبب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته