امنیت

په زابل کې لسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

قلات باختر دلړم د میاشتې ۲۰ مه
په زابل ولایت کې په يوه کور کې د هاوان د لګېدو له امله دوه مېرمنې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي.
د زابل ولایت د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې د کابل ـ قندهار پر لويه لار د نورک په سيمه کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
هغه وویل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی هاوان په يو کور کې لګېدلی چې له امله يې دوه ميرمنې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه وویل چې په دې نښته کې درې تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه يې ټپيان شوي دي.فراهي زیاته کړه چې په دې نښته کې يو تن پولیس هم شهيد شوی  او يو بل ټپي شوی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته