فرهنګ

دماشوم دملي ادبياتو دټولنې دجوړولو دکميټې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د مرغومي نولسمه:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  نن  دماشوم  د ملي ادبياتو دټولنې  دجوړولو دکميټې غونډه  په کابل کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغې غونډې په پيل کې  په فرهنګي چارو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر خوشحال  روحي  دکميټې له خوا دترسره شويو کارونو په باب   معلومات وړاندې کړ .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل  چې دغه کميټه دې بايد  له هغو اړوندو موسسو او بنسټونو سره  چې دماشوم  د ادبياتو په برخه کې فعاليت کوي  ، اړيکې ونيسي او دماشوم  دملي ادبياتو دټولنې دجوړولو  په برخه کې دې دهغو نظريې  او تجربې  په پام کې ونيسي .
  دغه راز  دغونډې برخه والو  دوړاندې شويو موضوعګانو  او دماشوم  دملي ادبياتو دټولنې دجوړولو دکار دبهير  دګړندي کولو  په اړوند خپلې نظريې اووړانديزونه طرحه کړل .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته