ټولنه

په بامیانو کې ملي دسترخوان له یوشمېر اړو کورنیو سره مرسته وکړه

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د بامیانو په پنجاب ولسوالۍ کې ۲۵۸ کورنیو پرون د ملي دسترخوان مرستې ترلاسه کړې.
د پنجاب ولسوالۍ د ولسي تړون ملي پروګرام مسوول اسحاق علي حیدري باختر آژانس ته وویل چې دغه پروګرام د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې په پنجاب ولسوالۍ کې پر هرې کورنۍ یوه بورۍ ۵۰ کیلويي اوړه، یوه بورۍ ۲۰ کیلويي ورجې، ۴ کیلو لوبیا، پنځه لیتره غوړي او صابون ووېشل شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته