نړۍ

دپاکستان دملي عوامي ګوند دمشر جنازه نن خاورته سپارل کيږي

پيښور – باختر د مرغومې دريمه :
دپاکستان دملي عوامي ګوند د مشر او د خيبر پښتونخوا د ايالتي وزير بشير بلور جنازه چې پرون له اتو تنو نورو سره په يوځان مرګې بريد کې ووژل شو؛ نن خاوروته سپارل کيږي.
دغه بريد د دغه ګوند په يوه غونډه کې وشو چې له امله يې د بشيربلور سکرټر او د پوليسو جګپورى افسر او څو تنه نور ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول.
دپاکستان صدراعظم راجا پرويز اشرف او د پاکستان ايالتي حکومتونو د دغې پيښې له امله يو ورځني ملي ماتم اعلام کړي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي، دملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بانکي مون، دپاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري او ددغه هيواد صدراعظم راجا پرويز اشرف د دغه سياسي شخصيت د مړينې له امله خپل ژورخپګان څرګند کړي دي.
د طالبانو ويندوى احسان الله احسان، له رسنيو سره په خبروکې د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستې دي.
ملي عوامي ګوند چې دغه ځان مرګې بريد د هغه په غونډه کې وشو؛ په خيبرپښتونخوا ايالت کې اکثريت په واک کې لري او د بلور کورنۍ په دې سيمه کې له مخورو کورنيو څخه ده .
دغه بريد په ايالتي دولت او د پاکستان په دولت کلک ګوزار بلل شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته