ورزش

په غره کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ پيليږي.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون دغرنۍ بايسکل ځغلونې دنجونو او هلکانو لس کسيز ټيمونه بياجوړوي.
پخوا دغه فدراسيون په خپل چوکاټ کې دغه ټيمونه درلودل چې له څه مودې راپه ديخوا يې فعاليت ځنډيدلى و.
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغرني بايسکل ځغلولو د ټيمونو له جوړولو وروسته ددغې څانګې لوبې دلسو ورزشکارو نجونو او لسو هلکانو ترمنځ دکابل دکرخ غره په غونډيو کې ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته