امنیت

د سنګين ولسوالۍ ځينې ساحې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
په هلمند ولايت کې تېره شپه د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د اړوندو سيمو د پاکولو په مقصد د ملي اردو د ځواکونو له خوا ترسره شول .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په  خبرکې ويل شوي دي چې د دغو عملياتو په بهيرکې د سنګين ولسوالۍ د هراتيانو ساحه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده او عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته