ټولنه

سيلاو ځپلو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کابل باخترد سلواغې ٢٢ نيټه  :
په بدخشان ولايت کې  د طبيعي پيښو ن له څلور شپيته مصيبت ځپلو کورنيو سره  نغدي مرستې وشوې.
د بدخشان د ولايتې شورا مرستيال  محمدسردار سروري  د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ د بدخشان ولايت په تشکان ولسوالۍ کې  له څلور شپيته مصيبت  ځپلو کورنيو سره چې د روان کال په پيل کې يې خپل کورونه له لاسه ورکړې وو، د طبيعي پيښو درياست له خوا نغدي مرسته وشوه .
ده وويل ؛ له پيښو سره دمبارزې دعالي کميسيون  دپريکړې له  مخې په هرې کورنۍ  پنځلس ، پنځلس زره افغانۍ وويشل شوې .
د بدخشان ولايت له پيښو سره د مبارزې رئيس سيدعبدالله همايون وايي:  د دغه ولايت  له مصيبت ځپلو کورنيو سره د نغدي مرستو بهير دوام لري.  پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته