روغتیا

په ننګرهار کې له کرونا ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عامه پوهاوي درییمه لړۍ پیل شوه.

-ننګرهار / د غويي ٣١مه / باختر
د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي دغه لړۍ چې د یونیسف ادارې له لوري یې مالي ملاتړ کېږي، د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې به ترسره شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي د کرونا سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي په جوړه شویو مراسمو کې وویل:
کرونا د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره ځکه ګواښوونکي ده، چې له یوه اړخه دلته دودونه او سیمه يیز فرهنګونه حاکم دي، چې له مخې ګڼه ګوڼه، راشه درشه او ټولنیز ژوند په دوام سره دغه ویروس ژر انتقالېږي او له بله اړخه افغان ولس له غذایې پلوه نه شي کولی چې له کرونا سره مبارزه وکړي؛ نو ځکه باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات او ژر ترسره شي.
خوږیاڼي وویل چې د اختر ورځو په را رسیدو سره به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو امریت استازي چې په ولسوالیو کې دي، د همدې عامه پوهاوي له لارې د ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي او کور په کور به د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي مسولیت ادا کړي .
د نوموړي په خبره د عامه پوهاوي دغه پروګرام به له نن ورځې سره ټولې شپږ ورځې دوام وکړي، چې پکې به خلک د کرونا ویروس څخه د مخنیوي پر لارو چارو پوه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د یونیسف ادارې څخه په مننې سره د کرونا پر وړاندې د دغې ادارې مبارزه وستایله او په ورته مهال یې له خلکو هم مننه وکړه، چې په تېرو کمپاینونو کې یې ورسره مرسته وکړه.
د کرونا سره د مبارزې له دغې ننني پروګرام وړاندې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د دوو ګروپونو له لارې کور په کور د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو.   پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته