امنیت

يو تن په هرات کې په ١٦کاله بند محکوم شو

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
يو تن د هرات ولايت د ښاري محکمې د جزا د ديوان له خوا د غلا په تور په ۱۶ کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د هرات د ښاري ابتداييه محکمې د جزا د ديوان په علني غونډه کې چې د ښاري محکمې د رييس قضاوتمند محمدشعيب ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه، د وسله والې غلا په تور د يوه تن دوسيه وڅيړل شوه چې له غور او څيړنې وروسته تورن د شپاړلسو کلونو تنفيذي بند په سزا محکوم شو .
ابراهيمي وايي: په دې غونډه کې د درغلۍ، غلطو اطلاع ورکولو، د کورونو د غلا د پيسو، د وسله والې غلا، تزوير او غصب دوسيې هم وڅيړلې شوې چې تورن کسان  د بند په بېلابېلو دورو په سزا محکوم شول.
د غونډې په پاى کې د دغو کسانو د استيناف غوښتنې حق په ټاکلې موده کې  خوندي اعلام شو.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته