امنیت

دکورنيو چارو وزارت يو جګپوړې هيت وردوج ته لاړ.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
دکورنيو چارو  وزارت دسرحدي پوليسو يو خبرځاى وايي چې دسرحدي ځواکونو يو اکمالاتي کاروان  تيرماښام دبدخشان په  وردوج کې دمخالفينو له کمين سره مخامخ شو او د دغه کاروان ساتوونکو ته دسرزيات زيان اوښتى دى .
دسرحدي پوليسو مطبوعاتي دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې دسرحدي ځواکونو  يو اکمالاتي کاروان په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخامخ شوچې دکاروان دساتوونکو اويرغلګروترمنځ دنښتې سبب شو.
دى  ټينګارکوي چې  په دې نښته دواړو لو وروته د سر زيان رسيدلى دى خوددقيق  شمير باب يې معلومات ورنه کړل .
ده وويل دکورنيو چارو وزارت يو واکمن هيت چې په ترکيب کې يې دسرحدي پوليسو رييس هم شامل دى وردوج ته تللى دى چې  د دغې پيښې څرنګوالي وڅيړي.
له بله پلوه دملي دفاع وزارت يو افسر تاييدکړه  چې وردوج دوسله والو مخالفينو له شتون څخه تصفيه شوى دى خو ددښمن پټ فعاليت شته او دکمين  نيول هم ددغه شان فعاليتونو يوه برخه  ده.
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت يومقام وايي چې په  وردوج کې دتيرماښام  په پيښه کې دپوليسو دسر زيان څو تنو ته رسيږي چې ځينې رسنۍ د هغه  په باب مبالغه کړى ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته