ابوجا نيوم الشايع – باختر د ثور دمياشتې ٣١
دنايجريا په شمال ختيځ کې له نا آراميو وروسته ددغه هيواد اردو په هغه اقدام کې چې په انضباط ټينګار وباله دسرتيرو او افسرانو په ګډون پنځه سوه نهه اويا تنه پوځيان محاکمه کوي.
دمصر داليوم السابع دخبري سايت دخبرله مخې: دنايجريا د اردو وياند ثاني عثمان پرون وويل:د دوو تنو پوځيانو محاکمه دنظم دعدالت دچټک اجرا کولو او دحرفوي چلند دتضمين لپاره شوى دى.
ده د غې محاکمې زياتو جزئياتوته اشاره ونه کړه.
دنايجريا دپوځيانو محاکمه په داسې حال کې کيږي چې اردو په دغه هيواد کې دبوکوحرام له ډلې سره جګړه کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ