امنیت

دسيمه ئيزو پوليسو يوقوماندان په لوګر کې شهيد کړى شو .

کابل باختر د زمري  اوومه :
دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان پرون دلوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې شهيد کړى شو .
دلوګر  دوالي وياند سليم  صالح باختراژانس ته وويل  چې قوماندان مسلم هغه وخت  شهيد کړى شو چې دده دسپرلۍ موټر دمحمد اغې ولسوالۍ دسرخاب بند په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
ده زياته کړه چې په دې نښته کې دغه راز درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
صالح وويل چې ددغې پيښې ټپيان ددرملنې لپاره دکابل ايمر جنسي روغتون ته وليږدول شول او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى  بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته