ورزش

دبنګله ديش دکرکټ پر ټيم دهېواد د ١٩کلنو ځوانانو دکرکټ دملي ټيم برياليتوب .

-کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :
دافغانستان دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم وکولاى شول   چې د ٤٥ منډو په توپير سره دبنګله ديش د ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړي .
دافغانستان لوبغاړو لومړى  بيټينګ يا توپ وهل  پيل کړل او په  ٤٥ دورو کې او دخپلو ټولو ويکتونو په له لاسه ورکولو سره يې خپل سيال ټيم ته يوسلو څلور ديرش منډې هدف وټاکه .
دبنګله ديش ټيم خپل ټول لوبغاړي په ديرشمه دوره کې په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې يواځې اته اتيا منډې يې ترلاسه کړې دي .
دافغانستان دټيم لوبغاړې مجيب  ځدران  وکولاى شول  دسيال ټيم  اووه تنه لوبغاړې له ډګر څخه بهر کړي .
ټاکل شوې ده دافغانستان او بنګله ديش د ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ دټيمونو ترمنځ بله لوبه دجمعې په ورځ ترسره شي .
  ددغو دوو ټيمونو ترمنځ په تيرو څلورو لوبو کې ددوو لوبو ګټوونکى دافغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم دى او يوه لوبه دبنګله ديش  ټيم په ګته پاى ته ورسيده خو يوه بله لوبه داورښت له امله لغو شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته