کابل باخترد ثور دمياشتې ٤ :
دکرنې او اوبولګولو وزير پرون په جوزجان کې د بڼوالۍ او مالدارۍ په برخوکې د دغه وزارت د پروګرامونو دتحقق په خاطر دغه ولايت ته سفر وکړ .
په دې سفرکې دکرنې او اوبولګولو وزير محمدآصف رحيمي دکرنې د پرمختللو وسايلو اوسامان الاتو نندارتون چې ددغه ولايت دکنفرانسونوپه سالون کې جوړشوى و؛ وکوت .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دکرنې او اوبولګولو وزير د جوزجان له والي محمدعالم ساعي سره په کتنه کې د پرمختيايي ، بڼوالۍ او د اوبو لګولو د تنظيم د اوږدومهالو او لنډمهالو پروګرامونو په باب خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې دکرنې د ميکانيزه کولو په برخو کې له بزګرانو سره مرسته کوي.
دجوزجان والي د اوبو او د کرنې د پرمختللو تجهيزاتو په شان ستونزو ته په اشارې سره بزګرانو ته د پورونو د ورکولو وړانديز وکړ.
په پاى کې دکرنيزوتجهيزاتومرستې چې د درمل شيندلوماشين،د خاورو د ازمايښت آله ، د بوټو د غوڅولو ډول ډول بياتي او د ميوو د راټولولو وسايل پکې شته؛ د محمدآصف رحيمي له خوا په مخکښو بزګرانو وويشل شول .
دکرنې وزير د شبرغان جنګل باغ اوپه دغه ښارکې د ميوو بڼونه وکتل.
0 1 دقیقه لوستل