کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
دجوزجان ولايت پوليسو نن يوتن دنشه يي توکو دساتنې او قاچاقو په تور ونيوه . دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مدير باختراژانس ته خبر ورکړ چې شل بوتله الکولي مشروبات له اوو زره پنځه سوه ليترو مميزو سره چې دتخمر په حال کې او دشرابو دتوليد يوه دستګاه دشبرغان ښار ديکه باغ دکلي داستوګنې په يو کور کې دپوليسو لاس ته ورغلل .
ويل کيږي ددغې پيښې په اړوند دکور خاوند دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ