سیاست

حامدکرزي د جمهوري رياست دسرپرست دټاکنې په باب يو فرمان منظور کړ

کابل باختر  دسلواغي څوارلسمه
حامدکرزي د جمهوري رياست دسرپرست دټاکنې په باب يو فرمان منظور کړ
ددغه فرمان له مخې دجمهوري رياست لومړۍ مرستيسال مارشال محمد قسيم فهيم ته واک  ورکړل شوى دى چې دانګلستان او دناروې شاهي هيوادونو او دمصر عربي جمهوريت ته له سفر څخه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس تر راستنيدو پوري دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو سرپرستي وکړي .
  په فرمان کې دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دده دلازياتو  برياليتوبونو هيله شوې ده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته