ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم بنګله دېش ته ماتې ورکړه

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په لومړي ټسټ لوبه کې د بنګله دېش ملي ټيم ته ماتې ورکړه.
  دغه لوبه تېره پنجشنبه پيل شوه او د روانې اوونۍ په دوشنبې ورځ پاى ته ورسېده.
د هېواد د کرکټ بورد مطبوعاتي مسوول فريد هوتک باختر آژانس ته وويل چې په دې لوبه کې د افغانستان د کرکټ ټيم د نړۍ پر يو ستر ټيم بريالى شو.
هغه زياته کړه: د هېواد ملي ټيم په بشپړ چمتو والي سره سياليو ته تللي و او په او يو والي سره يې لوبه ترسره کړه چې له نېکمرغه دوى وکړاى شول د افغانستان په ګټه  بريا ترلاسه کړي.
دغه لوبې د بنګله دېش د چيتاکانګ ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم مخکې له دې دوه ټسټ لوبې ترسره کړې دي.
د هېواد د کرکټ ملي ټيم تېرکال هم په ټست لوبه کې چې د هندوستان له ټيم سره يې لرله،  ماتې وخوړه، خو په هماغه کال کې د ايرلند دکرکټ له ټيم سره ټسټ لوبه وګټله.
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته