ورزش

ورزشکارانو ته ځمکه ورکړشوه

٢٦ – کابل باختردليندي دمياشتې ٣٠ :

سلو تنو ورزشکارانو ته په هرات ولايت کې سوغاتونه ورکړ شول .

په ستايل شويو کسانو کې  ورزشکاران، دورزش نوميالۍ  اومډال راوړونکي شامل دي .

دباختر اطلاعاتي اژانس دهرات دورزشي امر عبدالقيوم جامي له خولې خبر راکړ په هغې غونډه کې چې له  همدي امله  جوړه شوې وه دهرات والي داودصبا خبري وکړي او دوو تنو مډال راوړونکو ته يي دوه نمري ځمکې ورکړي او نورو ته سوغاتونه ورکړل شول .

په دې غونډه کې په هرات کې دورزش  سابقه دارانو له دولتي مقاماتو څخه وغوښتل چې  دورزشکارانو دلازيات ملاتړ په خاطر دي  دورزشي ډګرونو اوساحو جوړولو ته پاملرنه وکړي .

ويل کيږي چې په هرات کې  نږدي اويا زره تنه ورزشکاران شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته