کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٢
د فارياب ولايت د شيرين تګاب په ولسوالۍ کې پرون په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله پنځه تنه ماشومان شهيدان شول.
د شيرين تګاب ولسوال لقمان ګهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا د يوه پله لاندې ښخ کړى شوى و او د دغې پيښې قربانيان له پنځلسو کلونو ښکته ماشومان وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ