ورزش

دسپين غر بازانو ټيم دافغان روشن دغوره ليګ وروستي پړاوته لاره وموندله.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
دسپين غر بازانو دفوټبال ټيم دافغان روشن دغوره ليګ دسياليو وروستي پړاوته لاره وموندله.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دافغان دغوره ليګ دسياليو په دوام پرون دسپين غربازانو او دميوند داتلانو ټيمونو لوبه د دوو په وړاندې په دوو سره برابره پاى ته ورسوله.
د پنالتي په ګوزارونو سره لوبه د دوو په وړاندې په څلورو سره دسپين غربازانو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم ددغو سياليو وروستى پړاوته لاره وموندله.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : نن دموج هاي آمو او د شاهين آسمايي دفوټبال ټيمونه لوبه کوي او ددغې لوبې ګټوونکى به هم وروستى پړاوته لاره ومومي.
ديادونې وړ ده چې ددغو سياليو پاى لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته