امنیت

اته تنه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل باختر د لړم څلورمه :
دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې تيره شپه اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور طالبان ټپيان شول.
دمقرولسوال صاحب خان باخترآژانس ته وويل: دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې دغوکسانو ته د سيمه ئيزو پوليسو په نښتوکې مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ولسوال دڅرګندونو له مخې: دغه جګړه وروسته له هغه ونښته چې طالبانو د دغه ولسوالۍ په اخوند خيلو او ويرانه په سيموکې دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو بريد وکړ.
صاحب خان وويل: ددغې نښتې په بهيرکې چې يو ساعت دوام درلود؛ اته تنه وسله وال طآلبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه راز په دې نښته کې يو سيمه ئيز پوليس شهيد او يوتن بل ټپي شو.
د ولسوال دڅرګندونو له مخې: ټپي شوى پوليس روغتون ته وليږدول شو او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته