کابل باختر دزمري ١١:
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د هېواد نابغه سباوون ننګرهاري د ستاين ليک او نښان په ډالۍ کولو سره وستايه.
دمشرانوچرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې سناتور عبدالطيف نهضت يار او د يادې جرګې د دارالانشا لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي هم حضور درلود، سباوون ننګرهاری يې بااستعداده شخص او د هېواد معنوي پانګه وبلله، ويې ويل تاسود یولسو کلونو په عمرد پیښور د لوړو زدکړو په بنسټونوکي تدريس،دا څرګندوي چې د فوق العاده ذکاوت او لوړاستعداد خاوند او رښتينی نابغه یاست.
مسلم يار سباوون د افغان ولس وياړلې هستۍوبلله، ويې ويل دې ته اړتيا شته چې ستاسو له تجربو څخه د ګټې اخيستنې په موخه يو علمي مرکز جوړ شي،تر څو ځوانان ورڅخه ګټه پورته کړي او زیاته يې کړه چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان په راتلونکې پړاو کې به ګډون وکړۍ او دیوه توضیحي بحث په ترځ کې به د ځوانانو دپارلمان غړوته دخپلو عملي لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندي کړﺉ .
د مشرانو جرګې رئيس زياته کړه، د دي خاورې د علم او پرمختګ دښمنان به هيڅکله ستاسو د پوهی اولياقت، استعداد او ذکاوت د ځواکمنتيا زغم ونه لري، هيله ده چې له خپلې کورنۍ سره يو ځاي هیواد ته راستون شي او ډاډ درکوم چې په هیواد کې به تاسو ته د مناسب او غوره ژوند شرایط برابرشي .
سباوون ننګرهاري په داسي حال کې چې په پیښور کې يي د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کول د افغان ولس د تاوده هرکلي او د مشرانو جرګې د معنوي ستاینې څخه يې قدرداني او مننه څرګنده کړه.
د کتنې په پاي کې فضل هادي مسلم یار د مشرانوجرګې ستاين لیک او مډال په ډالۍ کولو سره دا تنکی نابغه وستایه او هم يي داساسي قانون او د مشرانو جرګې د کورنيو دندو د اصولو په ګډون،څو ټوکه کتابونه نوموړي ته اهدا کړل،ورپسی سباوون ننګرهاری دمشرانوجرګې د رییس او نورو په ملګرتیا دعموي غونډواو رییسانوکمیټې تالارونه، کتابتون،دمطبوعاتوتالاراو دمشرانو جرګې نورې برخې وکتلې چی داړوندو مسولینوله لورې ورته معلومات وړاندې شول.
4 1 دقیقه لوستل