امنیت

تبصره :

کابل باختر دوږي  نولسمه
  ټاکل شوې ده دبګرام دجيل مسووليت  سبا په رسمي ډول افغاني مقاماتو ته وسپارل شي .
  دباختر اژانس  دامنيتي برخي  مبصر ليکي  دهغه  پخواني  تفاهم  له مخې  چې  دافغانستان ددولت  او دامريکايي مقاماتو ترمنځ  شوي دي  ټاکل شوې ده سبا  دبګرام دجيل  بشپړ مسووليت اړوندو افغاني مرکزونو ته وسپارل شي .
  دبګرام دجيل دمسووليت  دليږدونې مسئله  او  دبهرنيو  ځواکونو له خوا دشپې  دعملياتو نه اجرا کول هغه دوه  اصول  و  چې  دافغانستان دولت  هغه دافغانستان او دامريکا ترمنځ دستراتيژيکي  همکاريو  دسند دلاسليک کولو لپاره  دمخکني شرط په توګه  طرحه کړل .
  دغه دوه موارده  ددغه سند په لاسليک  کې  د څو مياشتني  ځنډ سبب  شول دامريکا له خوا  ددغو دوو مواردو منل کېدو  د ستراتيژيکي سند  دلاسليک کولو  لپاره  زمينه  برابره  کړه او  دا  په داسې حال کې و چې  دافغانستان ددفاع وزير او  په هيواد کې دنړيوالو ځواکونو لوي قوماندان جنرال جان آلن دتيرکال  دکب په مياشت کې دبګرام دجيل  د مسووليتونو دليږدونې په  باب تفاهم ليک  لاسليک کړ . او له بګرام  څخه دبنديانو  دليږدونې بهير  پيل شو . خو  کله چې  د بشپړ  مسووليتونو  دسپارلو  وخت  راورسيد ستونزي  او دنظر  اختلافونه  څرګندشول .
ويل کېږي چې  امريکائيانو د جيل  دځينو برخو په ساتنې او مديريت  او دبګرام په جيل کې  دغير افغان بنديا نو  په ساتنې باندې ټينګار کاوه .  په داسې حال کې چې  افغان لوري په بشپړه توګه دبګرام دجيل په سپارلو او دهغه په مديريت باندې ټينګار  کاوه .
دغه  ستونزه  دنړيوالو ځواکونو  له لوى قوماندان جنرال  جان آلن  اوپه کابل کې دامريکا  له سفير  سره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په کتنه کې حل شوه .
دهيواد جمهور رييس په دې کار ټينګار وکړ چې دبګرام دجيل  مسووليت  اومديريت  په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي . او داکار بايد  دوږي دمياشتي  په شلمه نيټه  ددوشنبې په ورځ عملي شي .
  حامدکرزي  دغه ليږدونه  دافغانستان دملي  واکمني  د تحقق په لاره کې  يو مهم ګام وباله  او په دې کار کې  ځنډ يې  دهيواد دملي واکمني نقضول وبلل .
   دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دريځ  او درايت  دغه خبره  عملي کړه  چې  دبګرام دجيل  اداره اومديريت بايد دافغانانو  په لاس کې  او د افغاني پروګرام  يوه برخه وي  .  له شک پرته   افغانانو ته ددغه جيل  دمسووليت   سپارل  چې  ويل کېږي  يو زيات شمير  افغانان  په بيلابيلو  نومونو  په دغه ځاي کې شپې سبا کوي او کلونه کلونه  له محاکمې پرته  بنديان دي  کېداى شي  دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت حيثيت او اعتبار ته نوي ساه  وروبخښي ځکه دافغانستان دولت داساسي قانون له حکمونوسره سم دهيواد داتباعو دساتنې مسووليت لري  او په دې هيوادکې ددولت له دايري څخه بهر د جيل  جوړول مجاز نه دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته