خبرونهامنیت

په لوګر کې ۷۳ تنه منسوبین له مسلکي او پوځي زده کړو وروسته فارغ شول

کابل، د مرغومې ۲۴ مه، باختر

د لوګر د څلورمې پلې لوا مسؤلین وایي، چې د یادې لوا ٧٣ تنه منسوبین له عقیدوي، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې شول.

د لوګر د څلورمې پلې لوا ویاند محمد نوروز ځلاند د باخترآژانس خبریال ته وویل چې یاد منسوبین د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ لوا له ښوونیز مرکزڅخه له درې میاشتنۍ عقیدوي، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته فارغ شوي او پرهر ډول حالاتو کې له خپلو خاورو او خلکو څخه ساتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تردې مخکې هم د لوګر د امنیې قوماندانۍ ۱۰۰ تنه منسوبین له پوځي زده کړو وروسته فارغ شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته