امنیت

په کونړ کې په دوو راکټي پيښو کې يو تن شهيد او درې تنه نور تپيان شول .

کابل باختر د زمري لسمه :
په کونړ ولايت کې ددرندو وسلو ددووګوليو دلګيدو له امله يو تن شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو ددغه ولايت دچپې درې په ولسوالۍ کې  داستوګنې په يو کور دهاوان ډزې وکړې چې له امله يې ديوې کورنۍ دوه تنه غړي ټپيان شول .
ده وويل چې دپيښې ټپيان داسعداباد  ملکي روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى بلل شوى دى .
سيد خيل زياته کړه چې دکونړ ولايت دناړې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو له خوا ديوه توغول شوي توغندي دلګيدو له امله يو تن شهيد او يوتن بل ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته