امنیت

يوماين ښخوونکي په هرات کې ووژل شو .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
يو حرفوي  ماين ښخوونکي  چې ددولت په وسله والو مخالفينو پورې اړوند دى تيره شپه دپوليسو له خوا دپښتون زرغون په ولسوالۍ کې  ووژل . شو .
  دغه سړى چې جلال نوميږي او دغور ولايت اصلي اوسيدونکي دى هغه وخت  دپښتون زرغون ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ له خوا ووژل شو چې ددغې ولسوالۍ  په کشک  سيورن  سيمه کې يې ددوو ماينونو دښخولو نيت درلود.
دپيښې په ځاى کې دوه پنځه ليتره بوشکې ماينونه  دوه ريموت کنترول او دکيندنې  يوه اندازه  وسايل هم  دپوليسو لاسته ورغلي دي .
دتيرې يوې مياشتې په بهيرکې  څلور تنه وسله وال مخالفين   دشينډنډ ، ادرسکن  اودپښتون زرغون  د ولسواليو په مربوطاتو کې دماينونو دښخولو په وخت کې دخپلو ماينونو په چاودنې سره وژل شوي دي او ياهم دپوليسو دګرځنده ګزمو  له خوا وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته