کابلباختر د ميزان ٢٨
دوه ويشت تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو دتصفيوي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتونوکې د وسله والومخالفينو له شتون څخه دځينو سيمو د پاکولو په مقصد د ارزګان ، قندهار، غزني او د هرات د ولايتونو په مربو طاتوکې يولړ تصفيوي عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ