پل علم باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
د حقاني شبکې د يوه قوماندان په ګډون د دغې شبکې درې تنه غړې تېره شپه دلوګرولايت دمحمدآغې په ولسوالۍ کې ووژل شول.
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل چې قوماندان وقاص د حقاني شبکې له دوو تنو نورو غړو سره د دغه ولايت د محمدآغې ولسوالۍ د احمدزو په کلي کې د پوځيانو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
صالح زياته کړه: په دغو عملياتوکې د حقاني شبکې څلور تنه نور غړي له شپږو وسلو سره ونيول شول.
پاى ذکرالله