سیاست

د سترې محکمې سرپرست له هغو قاضيانو سره وکتل چې مصر ته سفرکوي

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :
د سترې محکمې سرپرست قضاوتپوه برات علي متين نن له غرمې مخکې  هغه قاضيان چې په مدني ، جزائي او تجارتي برخو کې داختصاصي پروګرامونو دزده کړې په مقصد دمصر هېواد ته ځي ، له سفر څخه مخکې حضورته ومنل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې لومړى دسترې محکمې سرپرست  دسترې محکمې مهم لومړيتوبونه چې دقاضيانو دظرفيت دلوړولو اودهغوى دمسلکي او داختصاصي پوهې دپياوړتيا  دزمينودبرابرولو مسئله يې يوه برخه ده ، بيان کړل  او زياته يې کړه ؛  ستره محکمه تل  په دې لټه  اوهڅه کې ده   چې دروزنيزو پروګرامونوپه تدوين اوتطبيق سره دقاضيانو دپوهې کچه لوړه کړي او هغوى ته داسې فرصتونه برابر کړي چې  هغوى وکولاى شي  چې هم  دهېواد په دننه او هم دهېواد په بهرکې  دمهمو حقوقي اوقضايي مسئلو اودبهرنيو هېوادونودقانون جوړولو دسيستمونو په نسبت تجربې تبادله کړي او په عملي او نظري ساحو کې يوبل ته اطلاعات ورکړي.
سترې محکمې په همدې  موخه  له يوشميرهېوادونو سره تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي چې  ددغو هېوادونو په سرکې دمصر عربي جمهوريت دى ځکه دمصر عربي جمهوريت  دقانون جوړولو  او دحقوقي اوقانوني سيستم په لحاظ له  افغانستان سره  زيات ورته والى لري او ددغه هېواد ماهران اومتخصصين  دقانون  جوړولو دبرخې په ګډون په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره همکاري لري . له دې امله زموږ قاضيان کولاى شي دقاهرې دقضايي تعليماتو دمرکز له امکاناتو څخه اغيزمنه استفاده وکړي او مهمې قضايي اوقانوني مسئلې په مقايسوي ډول زده کړي  چې مسلکي فهم يې په ښه توګه دقانون دتطبيق   موجبات او دهغو دتطبيق دسالمې څارنې زمينه برابره کړي.
له شک پرته دقاضيانو دظرفيت لوړول  دهغوى دراتلوونکو دندو په اجرا کولو کې   ستره اغيزه لري او هيله ده چې دهېواد قاضيان له دغه فرصت څخه په مطلوب ډول استفاده وکړي  او هڅه او هاند وکړي چې  څه زده کړي  او خپلې  زده کړې له نورو قاضيانو سره هم شريکې کړي.
دسترې محکمې سرپرست دغه رازټينګار وکړ چې قاضيان دمصر عربي  جمهوريت ته سفر په بهيرکې له وخت څخه  چې ډير ارزښتناک اوقيمتي دى ، معقوله استفاده وکړي اوپه همدې  حال کې دلوړ افغاني فرهنګ رښتيني ممثلين وي او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دقضايي نظام او دولت داعتبار دساتنې په لاره کې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي.
ديادونې وړ ده چې په دې يو نيم مياشتني سفر کې  دهېواد دمرکز اودځينو ولايتونو  ٣٤ ديرش تنه قاضيان ګډون لري  چې دهغوى په ټاکنه او انتخاب    کې   په ر وابطو دضوابطو اصول  په بشپړه توګه رعايت شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته