کابل باخترد زمري پنځمه :
ټاکل شوې ده د ځوانانو او تنکيوځوانانو د ووشو ټيمونه په نږدې راتلوونکي کې په آسيايي سياليوکې د گدون په مقصد فلپين ته لاړ شي .
د المپيک دملي کميټې د ووشو فدراسيون رييس سيد رحمان يورش نن باخترآژانس ته وويل: د ووشو آسيايي سيالۍ د شپږ ديرشو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون، د روان کال د زمري دمياشتې له ١٤نيټې څخه د څلورو ورځو لپاره په فلپين کې ترسره شي .
ديورش دڅرګندونو له مخې: په دغوسياليوکې له افغانستان څخه اووه تنه ورزشکاران ، دوه ښوونکي ، يو نړيوال حکم او د هيئت يو رييس ګډون کوي .
ديوبل خبر له مخې: د ووشو ورزشي جمنازيوم دوه ورځې مخکې د المپيک دملي کميټې په انګړکې پرانستل شو اوګټې اخستنې ته وسپارل شو .
ديورش دڅرګندونو له مخې: دغه جمنازيوم د اووه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړ شوى چې په يووخت کې د درې سوه تنو ورزشکارانو ظرفيت لري.
دغه جمنازيوم د المپيک دملي کميټې د رييس محمد ظاهر اغبر له خوا پرانستل شو.
ديادونې وړ ده چې دغه جمنازيوم دخصوصي متشبثينو له خوا د دووکلونو په بهير کې جوړ شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل