کابل/ د مرغومي ۹مه/ باختر
په ژورې خواشینۍ سره خبر درکوو چې نن سهار په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر، عبدالحکیم دلیلي د زړه د حملې له امله وفات شو.
ارواښاد دلیلی په ۱۳۵۱ کال کې په غزنی کې زیږیدلی او په ۱۳۷۱ کال کې یې د قطر پوهنتون په انجینرۍ په پوهنځي کې زده کړې بشپړې کړې. ښاغلي دليلي د ۱۳۹۸ کال له زمري میاشتې څخه تر خپل وفات پورې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.
دبهرنیو چارو وزارت د مرحوم دلیلي مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي، د مرحوم له کورنۍ، همکارانو او دوستانو سره خپله غمرازي څرګندوي او د ارواښاد روح ته دعا کوي. مرحوم دلیلي د سولې خبرو په پیلولو او پرمختګ کې مهم رول درلود. د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له قطر دولت سره د افغانستان د اړیکو پراختیا په اړه او د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګ په لاره کې د مرحوم د خدماتو ستاینه کوي. روح يې ښاد، ياد يې تلپاتې.