
فيروزکوه باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
دغور_ هرات په لويه لاره کې د پيسو اخيستل فيروز کوه دخلکو د خوراکي
توکو او لګښتي مالونو په بيوکې زياتوالى راوستى دى.
له څه مودې راپه دې خوا يوشمير غيرمسوول وسله وال کسان د غور_ هرات په لويه لاره کې بار وړونکي موټرونه دروي اوله هغوى څخه پيسې اخلي چې دا کار دفيروزکوه ښار په بازارونوکې د خوراکي توکو او نورو لګښتي مالونو د بيو د لوړوالي سبب شوى دى .
دغور دوالي وياند عبدالحى خطيبي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دغه ولايت کې دخوراکي توکو او نورو لګښتي مالونو او دغه راز داوبلن ګازو او تيلو بيې د خلکــــو او دسيمه ييــــزې ادارې ترمنځ زياتې انديښنې رامنځته کړي دي
پاى ذکرالله