روغتیا

دکابل په څلورو استقامتونو کې معياري روغتونونه جوړېږي .

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې دکابل ښار په څلورو استقامتونو کې معياري روغتونونه جوړ کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين دغه پيغام دقلعه واحد دروغتيايي مرکز دودانۍ  دجوړولو دکار دپيل په مراسمو کې اعلام کړ .
دقلعه واحد روغتيايي مرکز دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه دديارلسو مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې جوړېږي  .
دعامې روغتيا وزارت دمالي اواداري معين ډاکتر ماموسي زيور دڅرګندونوله مخې، ددغې سيمې خلکو ددغه مرکز دجوړولو په خاطر  لس بسوې ځمکه په وړيا ډول دعامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړې ده .
ده  وويل  روغتيايي خدمتونوته دخلکو دلازيات لاسري لپاره دکابل ښار په څلور استقامتونو کې روغتيايي روغتونونه جوړېږي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته