ورزش

دهېواد دبايسکل ځغلولو دملي ټيم دوو غړې نجونې وستايلې شوې

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دالمپيک   ملي کميټې  نن دبايسکل ځغلونې دملي ټيم دوه مډال راوړونکې نجونې وستايلې .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دبايسکل ځغلونې دملي ټيم دوو تنو غړو نجونو معصومې علي زاده او زهرا علي زاده دفرانسې د تور په سياليو کې داتلسو او نولسو کلونو  په کته ګوريو کې له ٢٦ اروپايي او اسيايي  هېوادونو څخه د ٧٠٠  تنو ورزشکارانو ترمنځ دسرو زرو او ژيړو مډالونه وګټل او ددغو سياليو دويم اودريم مقامونه يې ترلاسه کړل .
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلونې  رييس  محمد صادق  صادقي وويل  چې معصومې علي زاده د سپينو زرو  او زهرا علي زاده  دژيړو مډال ترلاسه کړ او دواړو ورزشکارانو وکولى شول په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او په همدې موخه نن دالمپيک دملي کيمټې له خوا وستايلې شوې
سربيره   پر دې المپيک دملي کميټې له خوا يې برابر شوي سوغاتونه او ستاين ليکونه هم ترلاسه کړل . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته