نړۍ

په سوريه کې دحکومت دمخالفو ياغيانو او دالقاعده ترمنځ په جګړه کې څه ناڅه پنځه سوه تنه ووژل شول .

دمشق- نيوزونو – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
دسوريې په شمال کې تيره  اوونۍ د  سوريې د دولت دمخالفو ياغيانو او د عراق شام   داسلامي دولت په نامه  ديوې  ډلې دجګړه مارانو ترمنځ نښته کې څه  نا څه ٤٨٢ تنه  ووژل شول .
دنيوزنو د خبري سايټ دخبرله مخې :   په وژل شويو کسانو کې ٢٤٠ ياغيان ١٥٧ تنه په  القاعده پورې اړوند جګړه  ماران او ٨٥ ملکي وګړي شامل وو.
دغه  جګړې دسوريې دشمال په څلورو ولايتونو کې شوي  دي .
په همدې حال کې ، د سوريې سرتيرو هغه په لسګونو تنه  ياغيان چې دحمص ښار 
په بيلابيلو سيمو کې د پوځيانو د محاصرې د ماتولو په هلو ځلو   وو ،  ووژل  .
خودسوريې دحکومت د ځواکونو دسر دزيان په اړوند کوم خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته