امنیت

درې تنه دتروريستي فعاليتونو په تورو نيول شول

کابلباختر د ميزان ٢٨
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو درې تنه د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په تورله پکتيکا ولايت څخه ونيول.
دملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دپکتيکا ولايت درې تنه اوسيدونکي چې ددغه ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو، د ماينونو په ايښودلو، شوکماري او د خلکو په ځورونه بوخت وو؛ له وسلو سره يې د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ونيول شول.
ديو بل خبر له مخې: دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يوه اندازه وسلې اومهمات دپکتيکا ولايت دګيان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه چې د تروريستانو له خوا پټ کړاى شوي و؛ کشف او ترلاسه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته