خبرونهټولنه

کابل ښاروالۍ د څارویو د حلالولو لپاره معیاري ځایونه جوړوي

کابل، د چنګاښ ۲۹ مه باختر
د کابل ښاروالۍ مشرتابه په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د کابل ښار په بېلا بېلو زونونو کې د څارویو د حلالولو لپاره دایمي ځایونه جوړ شي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ د معینانو ډاکترصدرالدین تاجک او د مولوي محمد خالد سجستاني او د ښاروالۍ د فني او تخنیکي برخود رییسانو په ګډون جوړه شوه د ښاري سالم چاپيریال د ساتنې او د قصابیو د دوکانونو په وړاندې د څارویو د حلالولو په مخنیوي ټينګار وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د روغتیايي مسلو په پام کې نیولو سره د حلالولو د معیاري ځایونو د ټاکنې په اړه خبرې وشوې او پرېکړه شوه چې د ښار په زونونو کې د څارویو د حلالولو لپاره مناسب ځایونه وټاکل شي او جوړ شي.
ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته