ټولنه

په خوست ولايت کې د ٩٠ ټولګټو پروژو کار بشپړ شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دخوست ولايت يو شمير خلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخسته .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړچې د ٣٦ مليونو ٩٠٧ زرو افغانيو په لګښت ددغو پروژو کار دخوست ولايت دکربزو، مندوزو او دځاځي ميدان په ولسواليو کې بشپړې او دخلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژو کې د اوبو لګولو دکانالانو ترميمول ، دمحافظوي ديوالونو او دپلګوتو جوړول،دسړکونو جوړول او کريړ اچول،دپليو لارو پخول او دڅښاک د روغتيايي اوبو دشبکو غځول شامل دي.
په دغو پروژو کې ٤٦٢١ تنو ماهرو او غيرماهرو کارګرانو ته دلنډمهال لپاره دکار زمينه برابره شوې ده.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دکارموندنې او دساتنې او څارنې پروګرام په خوست ولايت کې ١٦٥ کلي دپرمختيايي پروګرامونو تر پوښتنې لاندې نيولي او تراوسه پورې په دې بريالي شوى دى چې په بيلابيلو برخو کې ٩٠ پروژې بشپړې او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته