ټولنه

د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دډاډ ګيرنې او همدردۍ  پيغام .
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړچې فرهنګي شخصيت او دکابل پوهنتون يو استاد محب بارش دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې  وه وفات شوى دى .
ارواښاد استاد محب بارش يو ټګړه  شاعر ، ليکوال او اديب و چې زياتې مقالې او شعرونه يې پاتې شوي دي .
ده دغه راز دهېواددبچيانو په تعليم او تحصيل کې زيات زحمتونه وګالل او دپوهنتون داستاد په توګه يې په افغانستان کې علم اوفرهنګ ته خدمت وکړ  دده خدمتونه دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډ ګيرنې  او همدردۍ مراتب دده کورنۍ او دوستانو، ليکوالو، شاعرانو دکابل پوهنتون او دهېواد دعلمي اوفرهنګي ټولنې منسوبينو  ته وړاندې کوم .
ارواښاد ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې داجر او صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته