
کابل باختر دزمري يوولسمه :
دفراه ولايت داستيناف څارنوالۍ يو کارکوونکى پرون دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې دفراه ولايت داستيناف څارنوالۍ کارکوونکى ګل احمد صادقي کله چې دماخستن دلمانځه له اداکولو وروسته دخپل کور په لور روان و . دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په لاره کې په ډزو سره ووژل شو .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، دپيښې عاملين له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي او دپوليسو له خوا ددغې پيښې دعاملينو دپيژندني او نيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوي دي .