کابل / د مرغومي ٢٤ مه/ باختر
په بغلان کې ١٧٠ ښځې او نجونې نن د انګليسي ژبي او کميپيونټر د فنونو له يوې زده کړه ييزې دورې څخه فارغې شوې.
د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجې يقين وويل چې د ځوانو ښځو او نجونو دظرفيت د کچې د لوړولو او په دولتي اداروکې د آزادې سيالۍ له لارې د هغوۍ د جذب په موخه مو هلې ځلې کړې دي.
هغې زياته کړه چې داځلې مو هم د آغاخان د پرمختيايي بنسټ په همکارۍ د هغو ١٧٠ نجونو او ښځو لپاره چې په دولتي اداروکې په کار بوختې دي؛ د انګليسي ژبې او کمپيوټر د فونونو يوه شپږ مياشتنۍ زده کړه ييزه دوره جوړه کړې وه .
د بغلان د ښځو چارو رييسه وايي چې دغو ښځو او نجونو په وړيا ډول زده کړې کړي دي او هم د زده کړې په بهيرکې يوه اندازه پيسي هغوى ته ورکړاى شوې.
پاى ذ