سیاست

تبصـــره :

کابل باختر دسلواغې نهه ويشتمه :
په سيمه کې  وروستۍ  پرمختياوې  د دې څرګندوى دي  چې د  سولي  داعيه متقابل  درک او پيوستون  د پياوړي کيدو په  حالت کې  دي .
دا کيداى شي دافغانانولپاره يوه  ښه انګيزه وي چې د ملي ګټو او دخپل افغاني هويت د  ساتنې لپاره تير کدورتونه   هير او  د ملي يو والي  د تامينولو لپاره کار  وکړي .
  د باخترآژانس مبصر ليکي :
په سيمه کې  وروستۍ  پرمختياوې  ښيئ چې  په  سيمه کې د  سولي داعيه  دپياوړي کيدو په حالت کې ده   او په دې حوزه کې هر شامل هيواد هلې ځلې کوي چې له دغه  فرصت څخه  په مطلوب  ډول استفاده وکړي  په داسي حال کې چې په افغانستان کې د جګړې او وينې توييدو   اور  هماغه شان بل  دى .
که چيرې  دامريکا او ايران له  تاوتريخوالي  ډکو اړيکو ته چې څه ناڅه ديرش کاله يې  دوام وکړ  وګورو هغوي  اوس  له بيلابيلو لارو په خپلو کې په اړيکو کې  دي او دواړه  لوري په يوه   آرامه دموکراسۍ کې هلې ځلې کوي  چې د  خپلې لارې   پرسر پراته خنډونه  او ستونزې  لري کړي .  له دې څخه لرې  تاجکانو کلونه کلونه مخکې وکولاى شول چې په  خبرو او سياسي چلند سره  د خپل هيواد ستونزې   حل کړي  او اوس تاجکستان  له امنيت او آرامۍ  څخه يوه ډکه فضا تيروي  او اوس پاکستان هغه هيواد دى  چې دستونزو اومعاملو په  ژورتيا کې و  د  دغه   هيواد امنيت  په
ورځ  په   ورځ زياتيدونکي ډول ګواښيده ، دسولي لاره غوره کړې ده .
د دقت خبره  دا  ده چې طالبان په  پاکستان کې دپوځيانو اوسياستوالو تر څنګ دريږي .خو همدغه کړۍ په  افغانستان کې  دجګړې د دوام لپاره نسخې ورکوي .
دلته سياسي دقت او تفکر  لازم ى  چې نور د سولي او آرامۍ  او په پاى کې ديوې خوندې فضا د برابرولو لپاره کارکوي   اودغو هدفونوته درسيدو په مقصد چې په هغو کې ټولنيزه  وده ، اقتصادي ځواکمني او له ناخوالو څخه  لرې  والى  نغښتى دى  هلې ځلې کيږي .
برخلاف افغانان دکينې او کدورت  په اور کې د يوبل په  وړاندي ولاړ دي او هغه کسان چې تل يې  ددې هيواد د بربادۍ  او ورانۍ  خوب او خيال په سرکې  لرل . زموږ په خلکو خاندي .  زموږ غم خپله ښادي بولي .
په داسې حال کې چې په خپله زموږ په هيواد کې دټولو ستونزو او ناخوالو عامل دي . نړيوالو ته دافغانانو تريخ او تورتم  هويت وړاندي کوي چې ګنې افغانان دي چې نشي کولاى  يوبل  درک کړي  او په خپلو کې  په جګړو کې دي . او دغه ناخوالې دافغانانو په ملک کې دي چې نورو زيانمن کړل ، ترور ، وحشت او نشه يي توکي  دهمدغو ناخوالو زيږنده دي ،نو ولي موږ ددغه شان دسيسو او توطيو لپاره  وسيله و اوسو او ولي  پريږدو  زموږ هيواد  دبهرنيو سياليو ډګر او صحنه وي .  چې کړاو او درد يې افغانان  احساسوي او په يوه کلام  کې  دا افغانان دي چې وينه يې  توئيږي  او هيواد يې  ويجاړيږي .  په سيمه کې نوې  پرمختياوې کيداى  شي  دافغانانو لپاره  ښه بيلګه او  الګو  وي  چې نور کولاى شي  دخپلې سوکالۍ او امنيت لپاره کار وکړي  ولي افغانان  دغه شان امکانات  ځان ته  برابر نه کړي . 
هير دې نه شي چې دسيمې استخبارات زموږ دهيواد په وړاندې  ناپاک هدفونه لري او له بده مرغه  زموږ  يو شمير هيوادوال ددغه شان هدفونو دتحقق مهره او عامل دي .
په  داسې حال کې چې د افغانستان دولت په هيواد کې د سولي او پخلاينې دريڅه  پرانستې ده  چې کولاى شو له  هغې څخه  د يو فرصت په توګه  کار واخلو .
  بايد غافل نه شو  چې د سولي له بهير سره  دسرتمبګۍ  دوام هم  زموږ اسلامي هويت ته  زيان رسوي  او هم  زموږ اصيل هويت او فرهنګ  زيانمن کوي .
زموږ اسلامي هويت به  په دې دليل زيانمن شي  چې داسلام مبين دين سوله خير بللى  دى  په  داسي حال کې چې د تاوتريخوالي دوام  کيداى  شي د ديني ارشاد پرخلاف  حرکت وي .
له بلې خوا افغانانو تل خپلې ستونزې  له  دوديزې   لارې چې هماغه  غونډې  ، شوراګانې او جرګې  دي  حل کړي دي او دا په افغاني ټولنه کې يو لرغونى فرهنګي دود دى . که چيرې موږ له سولي او د جرګو او تفاهم له لارې  دستونزو له حل کولو سره  مخالفت وکړو په حقيقت کې مو له هويت سره  دښمني کړي ده  .
د طالبانو وروستى  حرکت لکه څنګه چې دسولې دعالي شورا دارالانشا  خبر ورکړى دى ،   طالبانو سوله غوره بللې ده  او له هغو ټولو جرياناتو څخه  چې  په هيوادکې  ددايمې سولي ضمانت  وکړي ملاتړ کوي ، ارزښتناک دى  اوکولاى شي په افغانستان کې ښکيل اړخونه يوه واحد هدف ته   چې   هماغه د  ملي ارزښتونو  ساتنه ده  ورسوي .
د افغانستان  دولت د تير او خلکو محوري  خصلت له  مخې چې لري يې  ددغه حرکت  هرکلى کړى دى   او دهيواد دملي امنيت شورا هم ددغه شان پيغام دصادرولو ملاتړ کړ دى .
دافغانستان خلک هيله لري  ټول ښکيل اړخونه  په ملي او افغاني نظر سره  دټولو ستونزو هغه  هم د خبرو او تفاهم له لارې حل کولو ته ورسيږي  او په يوه واحده ليکه کې دافغانستان له نامه څخه چې د ټولو افغانانو هويت او  برخليک په  هغه   پورې  پيوند خوړلى دى  دفاع وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته